BBC News, پښتو - کور پاڼه
Top story - Pashto
افغان سوله؛ 'د دوحې بهیر د پام وړ پایله نه لري، که اړتیا وي روسیه به د سولې خبرو کوربتوب وکړي'
مسکو د افغان سولې په تړاو د یوې غونډې کوربه دی، دا غونډه د روسیې د بهرنیو چارو د وزیر سرګې لاوروف په وینا پیل شوه. دې غونډه کې د افغان دولت، طالبانو او د سیمې د هېوادونو استازي په کې برخه لري.
د افغان هوایي ځواک د چورلکې غورځېدو کې ۹ کسان ووژل شول
د افغانستان دفاع وزارت وايي، د دغه هېواد د هوايي ځواک یوه چورلکه د وردګ ولایت په بهسود ولسوالۍ کې بېګا غورځېدلې ده. دا وزارت د پنجشنبې په ورځ یوه اعلامیه کې وايي، دې پېښه کې د چورلکې څلور خدمتګاران او د امنیتي ځواکونو پنځه غړي وژل شوي دي. دفاع وزارت د چورلکې د غورځېدو د دلیل په هکله څه نه وايي، خو ټینګار کوي چې د څرنګوالي او لامل په هکله یې پلټنې کوي.
کابل کې د مامورینو پر ګاډي چاودنه؛ ۵ کسان ووژل او ۱۳ ټپیان شول
د افغانستان پلازمېنه کابل کې پولیس وايي، د دغه ښار خیرخانه کوتل(غاښي) کې یو کاسټر باندې چاودنه شوې چې له امله یې څلور کسان وژل شوي او ۱۱ ټپیان دي. د افغانستان د مخابراتو او مالوماتي ټیکنالوجۍ وزارت مطبوعاتي سلاکار حامد پویا بي بي سي ته وویل، دې چاودنه کې د دې وزارت او نورو ادارو کارمنان په نښه شوي چې له امله یې پنځه کسان وژل شوي او ۱۳ ټپیان دي.
مسکو د پوتین په هکله د بایډن له څرګندونو وروسته خپل سفیر له واشنګټن ور وباله
روسیې له هغه وروسته له واشنګټن خپل سفیر ور وباله چې د امریکا ولسمشر جو بایډن د دغه هېواد تېرو ټاکنو کې د روسیې ولسمشر ویلادیمیر پوتین په لاسوهنه تورن کړ. کرملین وایي، خپل سفیر یې د دې "سلا مشورې" لپاره ور بللی، چې د مسکو-واشنګټن د اړیکو "د نه جبرانېدونکي تخریب" مخنیوی وکړي.
جو بايډن: تر ټاکلي ضرب الاجل پورې له افغانستانه د پوځیانو ایستل ګران دي
د امریکا متحدو ایالتونو ولسمشر جو بایډن وايي، د روان کال مې میاشتې د لومړۍ نېټې تر ضرب الاجل پورې به له افغانستانه د ټولو امریکايي ځواکونو ایستل 'خورا سخت' وي.د مخکیني ولسمشر ډونالډ ټرمپ له حکومت سره د ۲۰۲۰ کال په لومړیو کې د امریکا او طالبانو تر منځ د دوحې هوکړې له مخې باید امریکايي ځواکونه له یوې نیمې میاشتې په لږ موده کې له افغانستانه ووځي.
کورونا وېروس:
م م: د کورونا کړکېچ له امله د افغانستان په ګډون سوېلي اسیا کې ۲ لکه ۲۸ زره ماشومان مړه شول
د ملګرو ملتونو نوی رپوټ وايي د کورونا وبا خپرېدو سره روغتیايي او ملاتړو خدمتونو ځنډېدو سره ښايي د افغانستان په ګډون سوېلي اسیا کې دوه لکه ۳۹ زره میندې او ماشومان مړه شوي وي. د ملګرو ملتونو نوي رپوټ کې پر افغانستان، پاکستان،بنګله دېش، نېپال او سریلانکا تمرکز شوی چې په ټول کې یو میلیارد او اته سوه میلیون وګړي لري.
پاکستان کې د کورونا وېروس نوې څپه؛ اسفند يار ولي خان هم پر کورونا اخته شوی
پښتون ملتپال او د عوامي نشنل ګوند مشر اسفنديار ولي خان د کورونا معاينې پايله مثبته ختلې ده. د نوموړي زوی او د عوامي نشنل ګوند د خيبر پښتونخوا ايالت مشر ايمل ولي خان وايي، پلار يې پر کوويډ ۱۹ ناروغۍ اخته شوی او اوس يې په خپل کور (ولي باغ) کې ځان قرنطين کړی دی.
ویډیو, د انسان پر روغتیا به د کوویډ ۱۹ ناروغۍ اوږدمهاله اغېزې څه وي, موده 2,27
د انسان پر روغتیا به د کوویډ ۱۹ ناروغۍ اوږدمهاله اغېزې څه وي؟ د همدې پوښتنې ځوابولو لپاره په بریتانیا کې یوه څېړنه روانه ده. له کورونا وبا وړاندې لا د نیم میلیون کسانو جنیتیکي مالومات د بریتانیا د مالوماتو مرکز کې ثبت وو.
کورونا وېروس د نړۍ پر نقشه
کورونا وېروس نقشه
ځانګړي مطالب
د انجمن اصلاح الافاغنه سلمه کلیزه
د انجمن اصلاح الافاغنه تحریک د سل کلنۍ په مناسبت د افراسیاب خټک لیکنه
د خبریالانو ملي ورځ؛ راتلونکې ته اندېښنې ډېرې شوې
په افغانستان کې د خبریالانو ملي ورځې له لمانځنې سره هممهاله د افغانستان د ازادو رسنیو د ملاتړ اداره، نی، په دغه هېواد کې د خبریالانو د امنیتي حالت، سیاسي پیچلتیا او په راتلونکې کې د بیان ازادۍ په اړه سخته اندېښنه ښيي.
انلاین ځورونه: ' پوه شوم چې مېړه مې غیراخلاقي انځورونه درلودل
له خلکو غوښتل کیږي هغو نښونښانو ته پام وکړي چې ښايي د دوی د کورنۍ غړي په انلاین ډول غیر اخلافي انځورونه ګوري.
کابل ۲۰۲۰ کال کې د نړۍ څلورمه تر ټولو ککړه پلازمېنه وه
د ای کیوایر په نوم سوېسۍ ډله چې د ککړتیا او د تنفس مضرو ذرو سنجولو برخه کې مشوره ده په تازه رپوټ کې یې د ۲۰۲۰ کال د نړۍ تر ټولو ککړې پلازمېنې معرفي کړې دي دې رپوټ کې چې د نړۍ ۹۲ پلازمېنې پکې راغلې کابل د ککړې هوا د کچې له امله د نړۍ څلورمه پلازمېنې په توګه پېژندل شوی دی.
نیمه نړۍ
''که مبارزه ورسره و نه کړو، دوی به پر موسیقۍ بشپړ بندیز ولګوي''
په افغانستان کې د زهره ښځینه موسیقۍ ډلې او د افغانستان موسیقۍ ملي انسټیټیوټ یوه غړې مرام عطايي وايي، که د نجونو پر سندرو بندیز دوام وکړي، د کلتور له یوې برخې به محرومې شي.
د پښتنې جوړې نادود واده؛ په ولور کې د پیسو په ځای کتابونه
د پښتونخوا په مردان ولسوالۍ کې وړمه ورځ واده شوې ناوې نایله شمال ساپۍ له بي بي سي سره مرکه کې وویل، چې کله يې د دې مخ ته نکاح نامه کښېښووله او ورته يې وویل، چې په ولور کې څه غواړي؟ نو دې ورته وویل، چې د یو لک کلدارو کتابونه غواړي او نور هیڅ هم نه:
ویډیو, د افغان سولې خبرې: د افغان حکومت پلاوی مسکو ته لاړ, موده 3,00
سبا د روسیې په مسکو کې د افغان سولې په اړه، غونډه کېږي. د افغانستان اسلامي جمهوریت، طالبانو او په دې بهیر کې د ښکېلو هېوادونو پلاوي او استازي برخه پکې اخلي.
ویډیو, اسټراليا کې د ښځو احتجاج, موده 2,51
د اسټرالیا په لروبرو کې لسګونه زره خلک، په دغه هېواد کې له ښځو سره د جنسي تاوتریخوالي او ځورولو پر ضد سړکونو ته راوتلي دي. مظاهرې له هغه وروسته پیل شوې چې په دې وروستیو کې د پارلمان د یوه غړي نوم د جنسي ځورونې له یوې قضیې سره یاد شو.
ویډیو, د اذربايجان او ارمېنيا د سولې له تړون څلور مياشتې وروسته, موده 2,39
اذرباییجان او ارمېنیا ترمنځ پر لانجمنې سیمې نګورنو قرباغ شپږ اوونۍ جګړه روانه وه. زرګونو خلکو په کې ژوند له لاسه ورکړ. اوس دا څلور میاشتې کېږي دغه سیمه په سوله کې ده او د خلکو د ژوند او ترمنځ یې د اعتبار پر بیا رغولو کار روان دی.
ویډیو, داسې مغازه چې کارکوونکي نه لري, موده 2,30
کله چې کورونا وبا پیل شوه، یو څه چې موږ ټول یې ډېر ژر په قدر پوه شوو، زموږ کورونو ته نژدې دوکانونه وو. په همدې تړاو، په سویډین کې یوه کس بیخي نوې لار موندلې، په یوې لرې پرتې سیمه کې داسې دوکان چې هېڅ کارګر نه لري.
د بي بي سي پښتو ټلویزیوني خپرونه
نړۍ دا وخت
د بي بي سي پښتو ټلویزیوني خپرونه چې هره ورځ د افغانستان په شپږو بجو په ژوندۍ بڼه خپرېږي. دلته یې لیدلی شئ.
کرزی: که بله لاره نه وي، د موقت حکومت جوړېدو تګلاره هم سمه ده
په مسکو کې د افغان سولې په تړاو له پیلېدونکې ناستې سره همهاله د افغانستان مخکینې ولسمشر حامد کرزي له بي بي سي سره په یوې ځانګړې مرکې کې د انتقالي حکومت د جوړېدو تګلارې هر کلی کړی دی. ښاغلي کرزي ویلي دي چې یوازې دوې لارې شته، یو دا چې طالبان له اوسني حکومت سره یو ځای شي او یا هم د یوه لنډمهاله حکومت جوړښت چې د طالبانو ګډېدو ته پکې زمینه برابره شي.
"د هغه جرم بدل کې یې ورکړم چې زما تر زېږېدو لس کاله وړاندې شوی و"
"زما تر زېږېدو لس کاله وړاندې زما پلار یو کس وژلی وو. تردې پېښې دوه کاله وروسته جرګې ددې کس د وژنې په بدل کې زموږ د یوه خپلوان لور په "بدو" کې ورکړه.
امریکا لا هم نړۍ کې د وسلو تر ټولو لویه صادروونکې ده
سویډن کې د یوه نړیوال څېړنیز انسټیټیوټ موندنې ښيي چې امریکا تېرو پنځو کلونو کې د وسلو په نړیوالو صادراتو کې خپله ونډه ۳۷ سلنه لوړه کړې ده. دغه څېړنیز مرکز وايي امریکا، فرانسې او جرمني د روسیې او چین لخوا د وسلو د صادراتو د کمېدو تشه ډکه کړې ده. د وسلو تر ټولو ډېر صادرات د منځني ختیځ هېوادونو ته شوې دي.
کرېکټ: لومړۍ شل اوریزه لوبه افغانستان وګټله
افغانستان په لومړۍ شل اوریزه لوبه کې زمبابوې ته ماتې ورکړه. د لوبې پچه زمبابوې ګټلې وه خو لومړی يې د توپوهنې وار افغان لوبډلې ته ورکړ.
کوویډ-۱۹؛ ایټالیا اسټرالیا ته د اسټرازېنېکا شرکت د کورونا واکسین صادرات ودرول
د ایټالیا حکومت اسټرالیا ته د اکسفورډ - اسټرازېنېکا شرکت لخوا د جوړ شوي کورونا واکسین صادرات بند کړل. پام کې وه د اسټرازېنېکا واکسین تولیدونکی شرکت چې ایټالیا کې دی، اسټرالیا ته ۲۵۰ زره ډوزه واکسین صادر کړي.
افغانستان کې تر اوسه ۵۴ زره مېرمنو بېلابېلو برخو کې پانګونه کړې
د افغانستان د اقتصاد وزارت وایي، په دې هېواد کې تر اوسه ۵۴ زره مېرمنو په بېلا بېلو برخو کې پانګونه کړې ده. د دغه وزارت چارواکو ویلي، د مېرمنو د اقتصادي فعالیتونو د پراخولو لپاره لا هڅې روانې دي. په ورته وخت کې د افغانستان د صنعت او سوداګرۍ وزارت وايي د کاروباري او سوداګرو مېرمنو د کاري اسانتیاوو لپاره یې په وروستیو میاشتو کې ډېرې هڅې کړې چې اقتصادي فعالیتونه یې ور سره زیات شي.
نوې علمي موندنې د خپلو ۴ ماشومانو د وژلو په جرم بندۍ مور بې ګنا بولي
یوه شېبه فکر وکړئ د داسې یوې مور په زړه به څه تېرېږي چې د یوې لسیزې اوږدو کې څلور ماشومان نړۍ ته راوړي، خو ټول یو په بل پسې ماشومتوب کې د طبیعي عواملو له کبله مړه شي.
د طالبانو په لاس له ویجاړ شوي بودا سره "یوه شپه"
د افغانستان په بامیان دره کې له شګلنې ډبرې توږل شوې لرغونې مجسمې یو وخت په نړۍ کې د بودا تر ټولو دنګې مجسمې وې، خو ۲۰ کاله مخکې چې طالبانو والوځولې، د تل لپاره له منځه ولاړې.
ځانګړې پاڼه
ځانګړې پاڼه: د افغان سولې بهير
دا پاڼه افغان سولې ته ځانګړې شوې ده. د بي بي سي پښتو په دې پاڼه کې له طالبانو سره د سولې په اړه شننې، ګڼ ځانګړې مطالب او خبرونه موندلی شئ.
له مریخ نه د ناسا د څېړونکې تازه انځورونه
د ناسا څېړونکې (پرسیویرنس) د فبرورۍ پر ۱۸مه، مریخ ته له اوه میاشتني سفر وروسته ورسېده. له هغه ځایه یې ځینې انځورونه راستولي دي.
د کورونا وېروس بندون پرمهال د چای پر پاکټ د یوې هنرمنې رسمونه
کله چې هنرمنې جان هېت د کورونا وېروس له کبله د بندون په شپو او ورځو کې د خپلو رسمونو لپاره نور توکي ونه موندل، د چایو پر پاکټونو یې بېلابېل رسمونه پیل کړل.
دعکسونو ګالري, د نجراب ولسوالۍ ښايست په انځورونو کې
د کاپيسا ولايت د نجراب ولسوالۍ ځېنې په زړه پورې نندارې د عکسونو په دې البوم کې کتلی شئ.
دعکسونو ګالري, افغانستان کې لومړی ځل یوې څوکې ته د ختلو مالوماتي لیک دړه ولګول شوه
هرات کې د غرختونکو یوې څلور کسیزې ډلې د جمعې پر ورځ (د سلواغې/دلوې ۱۷مه) د دغه ولایت کروخ ولسوالۍ کې د دویندر غرونو لړۍ د تر ټولو هسکې څوکې کوژي کې مالوماتي لیک دړه (لوحه) ولګوله. دا د افغانستان د غرختنې تاریخ کې لومړی ځل دی چې د یوې څوکې په اړه مالوماتي لیک دړه لګول کېږي. دا لوحه به له نورو غرختونکو سره چې دې څوکۍ ته د ختلو تکل کوي، مالوماتو کې مرسته کوي. د بي بي سي خبریال محمد قاضي زاده پرې دا ګالري لري
تازه خبرونه واورئ
راتلونکې برخه واورئ , Pashto Tv, ۱۳:۳۰, ۱۸ مارچ ۲۰۲۱, ۲۶،۰۰ موده
ژوندۍ خپرونه واورئ, غږیز کتاب, ۱۳:۰۰, ۱۸ مارچ ۲۰۲۱, ۳۰،۰۰ موده
خوشحال خان خټک د خپل شعر په نړۍ کې ـ د خوشحال خټک د شعرونو غږيز کتاب پر بي بي سي راډیو د داود جنبش او زمزمې نيازۍ په غږ کې.
واورئ, د نن خبرې, ۰۵:۰۰, ۱۸ مارچ ۲۰۲۱, ۲۹،۳۰ موده
د بي بي سي ورلډ سروس څخه پروګرام کول
واورئ, لومړنۍ سهارنۍ خپرونه, ۰۳:۰۰, ۱۸ مارچ ۲۰۲۱, ۲۹،۳۰ موده
د بي بي سي ورلډ سروس څخه پروګرام کول
غږیز کتاب
واورئ, د خوشال خټک غږيز کتاب - ۱۲۶ مه برخه, موده 29,30
خوشال خټک شعرونه، د پښتو د دې ستر شاعر شعرونه په لومړي ځل په غږيزه بڼه خپرېږي. دا پروگرام هره يکشنبه، سې شنبه او پنجشنبه د افغانستان په وخت د شپې په ۹:۳۰ بجو له بي بي سي پښتو راډيو اورېدل کېدای شي.
د راډیو لپاره ښه غږ څه ډول وي؟
ولې د ځینوراډیويي او ټلویزیوني نطاقانو یا ویاندانو غږ د خلکو خوښېږي او د ځینو نورو يې بد ایسي؟ په راډیو یا ټلویزیون کې ستاسو غږ څنګه کیدای شي په زړه پورې وي؟ د بي بي سي اکاډیمي یوه مسئوله مدیره کیتي لوګن په دې اړه هغو کارپوهانو اوروزونکو سره خبرې کوي چې په کلونو کلونو يې زیات شمېر خلک روزلي چې د مایکروفون په وړاندې څنکه ښه وغږېږي.